IQNA

اهل بیت ؛ د هدایت څیراغ/2

حضرت  امام جعفرصادق(ع)دعلم د پراختیا دبهیر بنسټګر 

16:19 - October 12, 2023
د خبر لمبر: 3488093
ایکنا-(تهران) حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د فقې ،کلام ، حدیت ، تفسیر او ددغې نورو   علمونو په څيرد مختلفو پوهنتځیو تقسیم بندي او په تشیَع کې د علم د پراختیا د بهیر بنسټ کیښود.

محمد صادق علمي له ایکنانیوز سره په خبرو کې د هغو محدودیّتونو او نښتو  چې دمسلمانانو د  څلورم امام ئې لپاره رامینځة او زیاتې کړي، ،دغه بزرګوار ډير دباؤنه وزغمل چې دامام محمد باقرعلیه السلام  په وخت کې  او ددغه راز د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په پړاؤ کې  کې په میدا شول ،نو ځکه   د امام محمد باقر له امامت وروسته دتشیّع لپاره له سیاسی نظره یو داسې فرصت برابر شو چې  امام صادق علیه السلام دمختلفو علومو په زمینې کې ډير شاګردان وروزل. 
دوي په مختلفو زمینو کې کابو څلور زره شاګردان وروزل چې په هغو کې د اعتقادي او کلامي بحثونو په زمینې ې ؛هشام ؛ او د زراره  او محمد بن مسلم په کسان چې  دحدیث د علم استاذان وو،اشاره کولی شو.
 له دوي مخکې مختلفې څانګې سره ګډې وډې وې  او دعلومو بیلولو څه امکان نه درلود، دعلومو تقسیم بندي چې  نن سبا  ورته دعلم پراختیا وایوو ،دحضرت امام جعفرصادق علیه السلام په وخت کې شوې ده ، په بله معنا، د فقې، کلام ،حدیث، تفسیر او نورو علمونو په مختلفو پوهنځیو باندې د اسلامی علومو پوهنتون تقسیم بندي وشوه . 
جابر بن حیاان یو هغه شخصیّت دی چې څه  د فیزیک، کیمیسټري، او تجروبی علومو  کې ئې څه دپاسه ۲۰۰رسالې او مقالې لیکلي دي . ابن ندیم  هم یو بل اسلامی شخصیّت او متفکر دی چې دعلومو په طبقه بندۍ کې ئې ؛الفهرست ؛ مشهور  کتاب لیکلی دی.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د ؛ابوحنیفه ؛  چې  داهل تسنن په څلورو مذهبونو کې د  په ؛امام عظم ؛ مشهور دی هم استاد ؤ. ابوحنیفه  د اهل سنت د هغو نورو  امامانو استاد دی چې  د امام صادق علیه السلام په واسطې سره  ئې شاګردان حسابیږي.  ابو حنیفه  بیا بیا  د ا جمله تکراروله چې ؛ که د امام صادق علیه السلام په نزد د هغه هغه دوه کلنه شاګردي نه وائ ،نو  دغه مقام ته نه رسیدلم::::
د امام بزرګوار پراخه لیدتوګه ، د هغه له خوا د دډيرو شاګردانو روزل اوا د ابوحنیفه او د اهل سنت دنورو لویانو په څير  ډيرو راویانو او ډول ډول مناضرو  ته د د وي بلل چې له امام صداق(ع)ّ څخه ئې حدیثونه نقل کړي دي، له اهل تسنن سره د هغه بزرګوار  ددوستانه ارتباط ښودنه کوي. 
په کلي توګه له اهل تسنن سره د نزدو، په زړه پورې او عاطفي  ارتباطاتو په باب  له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه ډیر ډیر روایتونه موجود دي  او د هغه بزرګوار له خوا ددوي په غم او ښادئ کئې دشریکیدا او دپه ډول ډول دسورو کې دګډون لپاره بلنې ورکړل  شوي  او ګډون پکې شوی دی.
د تشیَع د  نړۍ دمتفکر مغز نومې کتاب چې  په لسګونو  مسلمانو او لویدیځي او غیر مسلمانو  متفکرانو په وسیله لیکل شوي، داسې مقالې لري چې  په فرانسې کې وړاندې شوي دي او  د امام صادق علیه السلام  یو شمیر مقالې هم  پکې چآپ شوي دي . دغه کتاب  د شیعیانو د  وخت  لوي رهبر امام موسی صدر څخه په اجازت اخستو سره  چاپ شوی  او د شیعیانو ډیرو لویانو  توجه ورته شوې ده چې  خپلو مخاطبانو ته ئې د مطالعې سپارښتنه  کیږي.  

captcha